د۲۰۱۸کال لنډیز ریپورت
10 جنو, 2019

په ۲۰۱۸ کال کې د افغان خوندیتوب کمیټې د خبریالانو او رسنیزو کار کونکو پروړاندې د تاوتریخوالي  ۱۲۱ پیښې ثبت کړې دي چې په دې کې د وژنو، ټپي کیدو،لنډ مهال بند، تښتونې… او نور شامل دي.

په دې کال کې ټول ټال ۱۷  خبریالان وژل شوي چې دا شمیره افغانستان یو ځل بیا د خبریالۍ د کار لپاره د خطرناکو هېوادونو د کتار په سرکې ودروي .

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ۱۷ وژنو ترڅنګ، د ټپي کیدو ۱۵ ،  وهل ټوکلو ۲۱  ، د ګواښلو  ۲۸ ، د سپکاوي او بد چلند،۲۳  ، د لنډ مهال ۵ موردونه او د تښتونې او له سپکاوي سره یو ځای له دندې د ایستلو یو یو مورد  ثبت کړي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۱۲۱ مورده د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي ځکه چې  کمیټې په ۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو او رسنیو کارکونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۹ پیښې ثبت کړې وې. دغه راز د وژنو شمیره هم د تیر کال په نسبت پنځلس سلنه کموالی ښیي ځکه چې تیر کال  خوندیتوب کمیتې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د وژنو ۲۰ پیښې ثبت کړې وې. د خبریالانو د وژنو له ۱۷ پیښو څخه د پنځلسو هغو مسوولیت یې داعش او وسله وال طالبان پر غاړه لري او د دوو پیښو پړه هم د نا پیژانده وسله والو په غاړه دی.

د ۲۰۱۷ کال په شان سږ کال هم د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتو پیښو یعنې پنځوسو قضیو څخه د ۴۱ مواردو مسوولیت داعش او وسله والو طالبان ته ورګرځي.

 حکومت بیا په دویمه درجه کې ځای لري،له ۴۴ قضیو څخه د ۳۶ سلنې هغو مسوولیت یې حکومت ته متوجه کیږي.

نا پیژانده وسله وال په دریمه کټګورۍ کې دي، یعنې د ۱۶ پیښو مسوولیت ورله غاړې دی چې ۱۳ سلنه جوړوي.

د تاوتریخوالي د۱۲۱ پیښو څخه نهه مورده یې د ښځینه خبریالانو او د رسنیو کار کونکو پر وړاندې شوی.

د ۲۰۱۸ کال د ټولو پیښو ۴۲ مورده یې په کابل زون، ۲۲ مورده په لویدیځ زون، ۶ مورده په شمال زون،او (    ۸   ) مورده په ختیځ زون کې واقع شوي.

په دغه کال کې یو مهم بدلون دا هم دی چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو بڼې بدلون موندلی دی. تروریستي ډلې په دې لټه کې وې چې خبریالان په ډله ایزه توګه تر برید لاندې راولي. لکه څنګه چې په اپریل میاشت کې د کابل ښار په شش درک سیمه کې  ددوی په یوه برید کې ۹ تنه خبریالان شهیدان شول او د کابل په لویدیځ کې د سپټامبر میاشت کې دوه کسه خبریالان شهیدان شول، چې دا پخپله د خبریالان او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو د بدلون بیلګې دي.

زیاتره رسنۍ  د خپلو خبریالانو او دفترونو د خوندیتوب لپاره منظم امنیتي تابیاوې نه لري. ددې ترڅنګ سره له دې چې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو بڼه بدله شوې خو بیاهم حکومت د تروریستي پیښو د خبري پوښښ پر مهال خبریالانو ته د زیان د کچې د را ټیټولو لپاره لازم ګامونه نه دي پورته کړي.

ګڼ شمیر خبریالانو هم د خوندیتوب هغه مهارتونه نه دي زده کړي کوم چې ددوی پروړاندې د ګواښونو د کچې په را کمولو کې ګټور تمامیدای شي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د کتنې له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې هغه خبریالان چې له دغه ډول مهارتونو سره اشنا هم دي، دخوندیتوب موارد په سمه توګه نه مراعاتوي.

معلوماتو ته نه لاسرسی لاهم د یوې لویې ستونزې په توګه لاهم د خبریالۍ د کار پروړاندې پر خپل ځای پاتې ده. ترڅو چې په اساسي توګه حل نه شي، د معلوماتو د رسونې کیفیت اغیزمن کوي او د خبریالۍ کار ستونزمن کوي.

د پشتو ژبی د PDF فایل دانلود لینک

کلیدي کلمې: