افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د بغلان له والي سره د همغږۍ غونډه وکړه

20230606_123411.jpg

25 سرطان 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي په موخه د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره د همغږۍ  او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.


په بغلان ولايت کې د خبريالانو د خونديتوب د کميټې استازي عبدالواحد وحدت په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبريالانو لپاره د ښه چاپيريال په برابرولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې اطلاعاتو ته پر وخت نه لاسرسى د خبريالانو د کار په وړاندې جدي ستونزې رامنځته کوي.


د بغلان والي په دغه ولايت کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ وويل چې رسنۍ د نظام سترګې او غوږونه دي او بايد د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.


دبغلان والي دغه راز دخبريالانو له فعاليتونو څخه دبغلان دسيمه ييزې ادارې په ملاتړ ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې هڅه کوي خبريالانو ته اطلاعاتو ته دښه لاسرسي زمينه برابره کړي


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د حکومت او رسنیو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي.