ښوونه

خبریالانو ته دخوندیتوب له برابرولو سربیره ، د ځان ساتنې او لومړنیو مرستو ښوونه هم د کمیټې له دندو څخه ده.

خبریالانو ته دخوندیتوب له برابرولو سربیره ، د ځان ساتنې او لومړنیو مرستو ښوونه هم د کمیټې له دندو څخه ده.

دځان ساتنې ښوونو کې ټول هغه معلومات او لارښوونې  شاملې دي چې دخوندیتوب له تدابیرو او دخطرونو له راکمولو سره اړه لري.

دغه تدابیر د زور له لارې له یرغمل نیونې نه ځان ساتنه، له جنګي شخړونه د ځان ایستلو او هم د لاریونونو او تاوتریخجنو حالاتو خبري پوښښ ځان کې رانغاړي.

د لومړنیو مرستو زده کړو کې ټول هغه روغتیایي تدابیر شامل دي کوم چې په بیړنیو حالاتو کې دمرستې لپاره اړین وي.

له دې سره د لومړنیو روغتیایي مرستو دسامانونو یوه بسته هم د کورس ګډونوالو ته ورکول کیږي.

فعالیتونه