شپږمیاشتنی رپورټ، د ۲۰۱۷ له جنورۍ نه تر جون پورې افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو لپاره خطرناکه هیواد
24 جول, 2017

د ۲۰۱۷میلادي کال په لومړیو شپږومیاشتو کې کمیټې ۷۳ د تاوتریخوالي پيښې ثبت کړې دي چې پکې د وهلو ټکولو، ټپي کیدو، سپکاوي ، ګواښنې او لنډې مودې نیونې شاملې دي.دغه شمیره په تیرو ۱۶کلونو کې د کال په لومړیو شپږومیاشتو که دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي ترټولو لوړه کچه ښیی. دغه شمیره د ۲۰۱۶میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله  ۳۵سلنه زیات والی ښیي  تیرکال دا وخت د تاوتریخوالي ۵۴ قضیې ثبت شوې وي. په دغه موده کې ۱۰ کسه خبریالان او رسنیز کارکونکي وژل شوي دي چې دخبریالانو د وژنې د لوړې کچې په اړه یې د خبریالانو دخوندیتوب کمیټه سخته اندیښمنه کړې ده. د طالبانو او داعش ترهګرې ډلې ددغو ټولو وژنو مسوولې دي. وژل شوي کسان یا په مستقیمه توګه او یاهم د طالبانو یا داعش ترهګرو ډلو په تروریستي بریدونو کې وژل شوي دي. پر ملي راډیو ټلویزون د داعش ترهګرې ډلې په برید کې چې په مې میاشت کې وشو ، ۴ کسه ووژل شول . په هغه برید کې چې مارچ میاشت کې په پارلمان باندې وشو ، د ولسي جرګې د ټلویزون ۲ تنه کارکونکي ووژل شول ، دغه راز دجرمني سفارت مخ ته چې کومه لویه بمي چاودنه وشوه پکې ۴کسه خبریالان او رسنیزکارکونکي ووژل شول .

د ترورستي ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو او داعش له لوري د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي زیاتیدو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې ته جدي اندیښنې راپیدا کړې دي. په تیرو شپږو میاشتو کې د خبریالان پروړاندې د داعش ډلې له لوري ګواښونه په ځانګړې توګه د هیواد په ختیځ کې زیات شوي دي.په دغه زون کې ډیری خبریالان او رسنۍ عملاٌ د داعش ډلې له لوري له ګواښونو سره مخ دي.

په دغو شپږو میاشتو کې لکه د تیرو کلونو په څیر د کمیت له مخې ډیرترسره شوي تاوتریخوالي د حکومتي او امنیتي ځواکونو له لوري وو. دوی د ۳۴پیښو مسوول دي چې په ټوله کې د ترسره شویو تاوتریخوالو ۴۶سلنه جوړوي.  هغه تاوتریخوالي چې د حکومتي منسوبینو له لوري ترسره کیږي تر ډیره ددغو کسانو او ادارو له ناقانونه کړنو د پردې پورته کولو له امله وي.

له کمي اړخه دطالبانو او داعش ترورستي ډلې دویم ځای لري ، خو هغه تاوتریخوالي چې دغه ډلې یې ترسره کوي په کراتو شدید او خونړي وي، لکه څنګه چې دوی د خبریالانو د ټولو وژنو مسوولیت په غاړه لري. د ترهګرو ډلو لخو دخبریالانو ته ګواښنه او ورسره تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی . دغه ډلې تر ډیره خبریالان له دې امله ګواښي چې ددولی له خوا خبریالانوته د ورکړل شویو خبرونو یا دهغوی د غوښتنو په برخه کې ورسره همکاري نه کوي. له رسنیو سره ددوی ایډیولوژیک مخالفت او د ټولنې په بیدارولو او پوهلو په برخه کې د رسنیو ونډه یو بل علت دی چې دغه ډلې رسنۍ او خبریالان ګواښي.

له ترورستي ډلو او حکومتي کسانو ور هاخوا په یوشمیر مواردو کې د پارلمان استازي ، د ولایتي شورا غړي، والیان، زرواکي او ناپیژنده کسان هم دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي لامل شوي دي. دغه ډلې هم تر ډیره ددې له امله خبریالان ګواښي چې ددوی له ناوړه کړنو نه پرده پورته کوي.

په تیرو شپږومیاشتو کې ختیځ زون او دکابل زون چې شمالي ولایتونه هم پکې راځي د خبریالانو پروړاندې د زیاتو تاوتریخوالو شاهدان وو. سویل ختیځ زون بیا دخبریالانو پروړاندې د ترټولو کمو تاوتریخوالو شاهد و.

په دغه موده کې د وژل کیدو ۱۰مورده ، د زخمي کیدو ۱۲مورده ، د وهلو اوټکولو ۱۹مورده ، دسپکاوي او ناسم چلند ۵مورده او له کاره له سپکاوي سره د ایستلو ۳مورده ثبت شوي دي.

د رسنیو پر وړاندې د ګواښونو زیاتوالی او د تروریستي ډلو له لوري د ګواښونو په واسطه د رسنیو پر محتوا د کنترول هڅې د رسنیو د ځاني سانسور او د محتوا د ازادۍ په اړه جدي ننګونې را ولاړې کړې دي. تروریستي ډلې د دې ترڅنګ چې په رسنیو فشار راوړي، ترڅو د دوی اړوند خبرونه نشر کړي، په نا امنه سیمو کې رسنیو د ګواښونو له لارې مجبوري وي، چې دولتي په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو اعلانات، تفریحي او موسیقي خپرونې او د ښځو غږونه نشر نه کړي.

که څه هم حکومت د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت لپاره یو لړ تابیاوې نیولې دي، چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب لپاره ګډه کمېټه یې د بېلګې په توګه د یادونې وړ ده، خو یاده کمېټه هغومره اجرايي صلاحیتونه نه لري ځکه یې پایلې هم مطلوبې نه دي. له دې سربېره د رسنیو د امنیت په خوندیتوب کې د امنیتي ځواکونو بې غوري، په ځانګړې توګه په هغو حالاتو کې چې رسنۍ له جدي ګواښ سره مخ وي، د غندنې او خواشینۍ وړ ده. تر بل هر وخت نن د رسنیو، خبریالانو او په ټوله کې د بیان ازادي، چې د تېرې یوې نیمې لسیزې لاس ته راوړڼې دي، د امنیت او خوندیتوب مسله یې ضروري ده.

ډېری رسنۍ د خپلو کارکونکو امنیت او خوندیتوب ته لازمه پاملرنه نه کوي، په ځانګړې توګه د هغو خبریالانو د خوندیتوب په اړه بې غوري کوي، چې د جنګ لومړیو کرښو ته یې په خبرې پوښښ پسې لېږي. د کارکونکو خوندیتوب ته پاملرنه د رسنیو قانوني، اداري او اخلاقي مکلفیت دی.

لا هم په افغانستان کې خبریالان دننه په رسنیزو ادارو کې ستونزو سره مخ دي. د کارکونکو ګمارنه او منفکي د کار قانون او ټولیزو رسنیو د تاسیس او فعالیت د مقررې سره سم نه ترسره کېږي. ځیني رسنۍ حتا د دې پروسو لپاره اداري پالیسي نه لري او کارکونکي او خبریالان لکه ورځني مزدوران پرته له دې چې د استخدام مرحلې یې په نظر کې ونیسي استخداموي او په ډېره اسانۍ پرته له دې چې د ګوښه کېدو قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي، ګوښه کوي او د میاشتو میاشتو معاش ترې ګرځوي.

اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په برخه کې د ستونزو دوام هم د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو له ننګونو څخه وې او دا نیمګړتیا لا هم لرې شوې نه ده. په مرکز او ولایتونو کې د ډېری ادارو ویاندویان او د چارو سمبالونکي خبریالانو ته په وخت کره اطلاعات او ځواب نه ورکوي او هڅه کوي، چې په یوه شکل یې پټ وساتي. ښکاره بېلګه یې په سردار محمد داود خان روغتون او ۲۰۹ شاهین قول اردو بریدونه دي، چې دولتي اړخ خبریالانو ته په وخت او کره معلومات نه ورکول. د دولت له لورې دا ډول چلند خبریالان مجبور کړي، چې د پېښو د معلوماتو په اړه غیر رسمي سرچینو ته مخه کړي، هغه څه چې نه یوازې رسنیو او د رسنیو مخاطبین حیران کړي ، بلکې د دولت اطلاعاتي برخې ته هم زیان اړوي، بې باوري رامنځ ته کوي او د تروریستي ډلو تبلیغاتي برخه قوي کېږي.

د افغانستان حکومت د اطلاعاتو د را ټولونې لپاره منظم او معیاري سیستم نه لري. دا خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکونې په برخه کې د حکومت د بې پروايي یوه نمونه ده. د اطلاعاتو د را ټولونې اوسنی سیسټم یا زوړ دی، یا غیر معیاري او یا له سره سیسټم نه لري.

د نا امنیو او هم د رسنیو پروړاندې د ګواښونو له امله په رسنیو که د ښځینه خبریالان شمیر راکم شوی دی. دغه چاره بیا په هغو ولایتونو کې لا زیاته جوته ده چې هلته د ناامنۍ کچه لوړه ده .دامهال دهیواد په لسوو ولایتونو یعنې زابل ، ارزګان ، غور، پنجشیر، پکتیکا ، سرپل، لوګر، نورستان، لغمان اوکنړ کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکونکې نشته.په رسنیو کې دښځو د ونډې کمیدا ددې لامل کیږي چې یوشمیر هغه موضوع ګانې چې په ښځمنو پورې اړه لري ، کمې پوښښ ومومي.

د رپوت لینک

کلیدي کلمې: