شپږ میاشتنی رپوټ جنوری – جون ۲۰۱۶ په وروستیو ۱۵کلونو کې دخبر رسونې دبهیرپه اړه ځانګړی رپوټ
11 جول, 2016

۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی. یوازې په تیرو شپږومیاشتو کې تر دې دمه لس خبريالان وژل شوي چې دغه شمېره د افغانستان د رسنيو په تاريخ کې بې سارې ده. له بل پلوه دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه کې ثبت شوې شمیرې دتیرکال همدغه مهال په پرتله دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالوپیښو کې ۳۸سلنه زياتېدنه ښيي. په دغو پیښو کې وژنې ، ټپي کیدل او دخبریالانو پروړاندې نور ګواښونه شامل دي چې دا ټول د خبريالانو د خونديتوب پر وړاندې يوه جدي انديښنه بلل شوې ده .

دتیرکال په لومړیو شپږومیاشتو کې دخبریالانوپروړاندې د تاوتریخوالي ۳۹ قضیې دکمیټې له لوري ثبت شوې وې خو سږښکال دغه شمیره ۵۴پیښوته لوړه شوې ده.

په دغوشپږو میاشتو کې بیاهم دولتي مسوولین د خبریالانو پروړاندې دترټولو زیاتو تاوتریخوالو عاملین بلل شوي دي.حکومتي مسوولین او موظفین د ۲۱پیښوعاملین ښوول شوي چې د ټولو پیښو(۳۹٪)جوړوي. دغه راز طالبان هم دتیروکلونو په پرتله د دخبریالانو پروړاندې د بیساري تاوتریخوالي عاملین ګڼل شوي دي . ددغې ډلې لخوا دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي ۱۶پیښې ترسره شوې دي چې دټولو پیښو (۳۰٪) جوړوي.دطالبانو له لوري د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالوزیاتیدل او د ډول بدلیدل یې  دخبریالانو پروړاندې ګواښونه لاپسې زیات کړي دي. دې بدلونونو په افغانستان کې خبريالي نسبت پخوا ته ډېره خطرناکه کړې ده.

ټوليزه بې ثباتي او د طالبانو په لاس د يو شمېر ولايتونو د سقوط خطر، د کندوزله سقوط نه وروسته، دا حقيقت جوتوي چې خبريالان په نا امنو ولايتونو کې تر ټولو زيات ددې حالاتو قربانيان دي.

رسنۍ د او د بيان ازاي چې د تېرې يوې نيمې لسيزې لويې لاسته راوړنې بلل کیږي ، له جدي ننګونو سره مخامخ دي. د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه، مالي ستونزې، د کیفیت له پلوه د رسنيو نه پرمختګ او د ګوندي رسنيو زياتوالی د رسنيو پر وړاندې لویې ننګونې دي. همدا رنګه د حکومت له خوا له رسنيو سره د معلوماتو نه شريکول هم د خبريالانو پر وړاندې جدي ستونزه ده.

سره له دې چې ميرمنې په رسنيو کې فعاله ونډه لري، خو د دوی دغه پرمختګ په ټوله کې يوازې په تفريحي خپرونو او يا د خبرونو د وياندويانو په توګه دی. دا رنګه د دوی حضور په لويو ښارونو پورې تړلی دی چې په رسنيو کې کار کوي، په لېرې پرتو ولايتونو کې د دوی شتون د هيڅ په حساب دی. ميرمنې د رسنيو په رهبرۍ کې ډېره تته او په نشت حساب ونډه لري.

رسنۍ د کارکونکو د حقونو په برخه کې ډېرې کمزورې دي او په ډېرو برخو کې غير عادلانه عمل کوي، چې دا مسله د ښځینه خبريالانو به برخه کې ډېره جدي ګڼل کېږي او دغه اداري نه دي توانیدلي چې د خپلو ښځینه خبریالانو دپرمختګ لپاره یو مناسب کاري چاپیریال برابرکړي.

د خبريالانو ستونزو ډېروالي سره سره چې دوی په رسنيو کې ورسره لاس و ګريوان دي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د خبريالانو نورې ملاتړې ادارې د خبريالانو دحقونو په برخه کې کمزوری چلند کوي. د رسینو د تاسیس او دفعالیت دڅرنګوالي له مقررې سره سره چې په دغه برخه کې د زياتو مشکلاتو د حل لپاره یې خورا موثرې قانوني لارې چارې رامنځته کړي، تر اوسه پورې د رسنيو له خوا ندي عملي شوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددې مقررې د تطبيق او نظارت په برخه کې هيڅ د پام وړ اقدام نه دی کړی.

لینک گزارش

کلیدي کلمې: