دمعلوماتو رسولو اتلان – دافغان ښځینه خبریالانو دوضیعت راپور
14 اپر, 2016

په تیرو دیارلسو کلونو کې  په افغانستان کې در سنیو دڅرنګوالي پرمختګ  یو زیات شمیر خبریالانو او درسنیو مینه والو ته کاري چاپیریال برابر کړی دی ، مګر په دې برخه کې لا ستونزې هم په مخکې شته ، چې په دې برخه کې کیدای شي دښځینه خبریالانو کاري چاپیریال ته اشاره وکړو .  دښځینه خبریالانو پر چاپیریال دپوهاوي له پاره لومړی  تر څه په افغانستان کې  پر دوو موضوعګانو تم شو ، لومړی ، په ټولیز ډول دافغانستان چاپیریال ، او په کې دمیرمنو ځای او دویم په ټوله کې به دغه هیواد کې دخبریالانو حالت .

جنسیتي تبعیض یوه له هغو ، لسګونو ستونزو نه یوه ده چې په دې هیواد په میراث پاتې ده چې ریښه یې په جګړو او  په هغو کولتوري ستونزو کې ده چې زموږ په ټولنه کې شته ، دافغانستان به سنتي او مرد سالاره ټولنه کې ، دښځې وجود په دې معنی دی چې ډیر ټولنیز فرصتونه ګواکې له لاسه ورکوي ، او دپرمختګ ډیرې لارې یې پرمخ بندې دي ، میرمنې په افغانستان  کې  له ټولنیز پلوه له ډیرو کمو امتیازو او کمو امنتي فرصتونو نه برخمنې دي ، له کوره بیرون چاپیریال دوې ته له ټولنیز پلوه خوندي نه دی او  ډیری میرمنې له کوره بیرون دجنسي زورونو ښکار کیږي ، د Thomson Reuters Foundation  د شمیرو له مخې افغانستان دمیرمنو له پاره خطرناکترین هیواد دی

. له بله پلوه افغا نستان ، دخبریالانو پر وړاندې دتاوتریخوالي دلوړې کچې لرلو له امله دیو خطرناک هیواد په توګه ددغه پاړکي له پاره اوښتی دی دافغان خبریالانو دخونديتوب ټولنه ، هر کال دتاوتریخوالي  لسګونه پیښې ثبتوي ، چې دا چاره په دغه هیواد کې دمعلوماتو رسولو یو بد حالت دی

نو په دې حالت کې د ښځې وجود او یا خبریال کیدل ، په ریښتني معنی ،  تاوتریخوالی ددوې پر وړاندې څو ځله کوي ، افغان ښځینه خبریالانې ، په دوو جبهو کې مبارزه کوي ، لومړی جبهه ، له  کورنۍ سره ددې له پاره چې خپل کاري حق لاسته راوړي ، ډیرې کورنۍ  دمیرمنو له بیروني کار سره مخالفې دي  او کله چې دا کار په ټلیزو رسنیو کې کار کول وي نو بیا په کې دخپل خپوانو خپه هم شریکیږي

میرمنې وروسته له دې چې که وتوانیږي په یوه اوږد مهالې مبارزه کې دا خنډونه له منځه یوسي او په دې هم وتوانیږي چې د کار پیدا کولو مشکل هم شاته کړي نو تازه له یوې بلې جبهې سره مخامخ کیږي چې هغه د معلوماتو رسولو او د بیان د ازادۍ مخالفه جبهه ده.

ددې لپاره چې د دغو فشارونو او مشکلاتو سمه او کره ارزونه وشي نو د افغان خبریالانو د خوندیتوب ټولنې وپتیله چې د ښځینه خبریالانو د حالت او وضعیت په اړه یو څیړنیز راپور چمتو کړي.

پښتو ړپوت

کلیدي کلمې: